د رومانیابۍ ریبکا (۳۷ کلنه) له لسو کلونو راهیسې په بلجیم کې ژوند کوي، خو تر لنډې مودې مخکې ډېر زیات بهر ته نه وتله. یوازې هغه وخت چې هغې پریکړه وکړه چې په بن له طرېقه په ټولنې کې د بلدېدلو پروګرام تعقیب کړي، د هغې لپاره نړۍ پرانستل شوه. هغه اوس د روغتیا په برخه کې دنده لټوي، د ملګرو نړیواله حلقه لري او په منظمه توګه فتنس سپورت کوي.
ریبکا په رومانیې کې زیږیدلي او هلته ستره شوې ده. هغه د محصلې په توګه ایټالیې ته تللې وه ترڅو هلته د (ناروغانو) د ساتونکې ډېپلوم تر لاسه کړي. ورسته له هغې بیا هغه په یو روغتون کې کار کاوه، هغې هلته د سرطان د هغه ناروغانو ساتنه یې کوله چې د ژوند په ورستیو مراحلو کې وه. ریبکا: «ما خپله دنده په ډېره مېنه ترسره کوله. طبعاً چې د احساساتو له اړخه به کله نا کله ډېره سخته وه؛ مرګ ښکلی نه دی. خو خلکو ته خپل ارزښت بېرته ورکول او د داسې یو کس د کورنۍ سره وړې مرستې کول چې هغه د مرګ په هالته کې دی، انسان ته ډېره خوشحالتیا وربښي.»
«ما د اوږدې مودې څخه خوب نه لېده»
په ایټالیې کې له شپږ کلو پاتې کېدو څخه وروسته ریبکا د خپل مېړه لپاره برکسل ته راغله. ددې ښځې او مېړه څلور ماشومان پیدا شول او هغه په کور کې پاتې شوه ترڅو د خپلو ماشومانو ساتنه وکړي. هغه ډیر بهر نه راوتله. هغې ته ګرانه وه چې بهر ووځي: «موږ دلته هېڅ کورنۍ نه لرو او له همدې امله هر څه باید یوازې وکړو. ما خپل وخت او انرژي په عمده توګه ماشومانو ته ورکوله.»
دا حالت په ۲۰۱۹ کال کې بدل شو، کله چې ریبکا د بن دروازه وټکوله. «لومړنۍ پوښتنه چې زه څخه وشوه دا وه: «تاسو څه خوب ګورئ؟» دا پوښتنه زما موازنه یې په بشپړه توګه خراپه کړه. ما د اوږدې مودې څخه خوب نه لېده. په هرصورت د ځان لپاره مې نه لېده. ما فکر کاوه چې رومانیایی ښځې په بلجیم کې یوازې د پاک کار کولای شي وکړي.»
په ټولنې کې د بلدېدلو پرګرام په ځانګړې توګه د روغتیا په برخې کې
د خپلې پروګرام د لارښودې د مشورې په اساس ریبکا اوس د مسلکي راتلونکې دندې په اړه فکر کوي. هغې په دې وروستیو کې د هغو خلکو لپاره چې د روغتیا په سکتور کې د روزنې او کار په لټه کې دي په ټولنې کې د بلدېدلو یو پروګرام تعقیب کړه. «په ټولنې کې د لارې پیدا کولو د کورس په مهال زما په شا او خوا کې ټول ډاکټران، فزیوتراپیستان، نرسان،... وه. ځینې یې ډیرې تجربې درلودې مګر کار یې نه درلود. دا موضوع سبب ددې شوه چې زه ځان سره فکر وکړم: ما دا درک کړه چې ما ډېر وخت له لاسه ورکړی دی. زه د اسپنج په شان وم چې غوښتل مې د روغتيايي په سکتور کې په هر څه پوه شم.»
همدا ډول ریبکا د هالنډي کورس څخه یې ډېر شیان زده کړه: «موږ تخصصي اصطیلاحات زده کړل چې کله مونږ ته دنده په لاس راشي خامخا به ددې ورڅخه استفاده کوو.»
بیا ځل زېږېدل
ریبکا اوس د یو بل انسان په څیر ځان محسوس کوي: «په ټولنې کې د بلدېدلو پروګرام د تعقیب کولو په مهال تاسو د نورو کسانو سره مخامخ کېږئ چې پرته له دې پروګرام څخه به هیڅکله ورسره اړیکې ونه نیسئ. دا حالت په رښتیا چې زما سترګې راته پرانیستې. د مثال په توګه ما د نورو کلتورونو په وړاندې ډیر مخکني قضاوت درلوده، مګر ما په چټکۍ سره له دې مفکورې څخه ځان خلاص کړه. دا حالت د 'رېښتینې' - څو کلتوری - ژوند لپاره ښه چمتووالی وه. د مثال په توګه زه اوس ددې جرئت لرم چې د ښوونځي په دروازه کې د نورو میندو سره خبرې وکړم، پرته له دې چې دا په نظر کې ونیسم چې هغوي د کوم هیواد څخه دي.»
همدا ډول د ريبکا کورنۍ هم دې ته متوجه شوي دې چې هغې وده یې کړې ده. د هغې میړه متوجه شوی دی چې هغه ډیره خپلواکه او متحرکه شوې ده. او ماشومان؟ هغې ماشومان یې د لمړي ځل لپاره د تفریحي فعالیتونو د سرته رسولو لپاره وروسته له وخته ښوونځي ته بیولي وه. «ما دا زدکړه چې تاسو یوې محدودې مالي بودیجې سره هم ډیر څه کولای شئ سر ته ورسوئ. د مثال په توګه، زه اوس په مستقله توګه د انلاین ویب ډیزاین کورس تعقیبوم او په منظمه توګه فټنس ته ځم. ډېر ښه خوند کوي!»
راتلونکي پلانونه
ریبکا راتلونکي څنګه ګوري؟ «اوس مهال بن له ما سره مرسته کوي چې زما ديپلوم په بلجیم کې په رسمیت وپېژندل شي. له هغې وروسته زه غواړم چې د (ناروغانو) د ساتونکې په توګه کار ولټوم او څوک څه پوهیږي کیدای شي یو ورځ د نرس په توګه زدکړې وکړم. زه جرئت لرم چې بیا خوب وګورم.»