میمونه (۲۵ کلنه)، ستېلا (۳۳ کلنه) او وصال(۲۳ کلنه) اوس مهال په ټولنې کې د بلدېدلو پروګرام تعقیبوي چې د ټیټ سواد لرونکي والدینو لپاره تنظیم شوي دی. په ټولنې کې د لاره پیدا کولو د کورس په څنګ کې هغوي ته د روزنې په برخې کې مرسته کېږي او هغوي خپلې لومړني هالنډي کلمې زده کوي. او د هغوي ماشوم؟ هغوي هم ورسره ځي!
مېندې په دې هکله څه نظر لري؟ هغوي تر اوسه پورې څه زده کړي دي؟ هغوي راتلونکې څنګه ګوري؟
میمونه
«زه د ګونیې څخه یم او د خپلې لور سره یو ځاي په ټولنې کې د بلدېدلو پروگرام تعقیبوم. هغې په شروع کې ډیر یې ژړل او زه یوازینۍ کس وم چې کولای مې شو چې هغه غلې کړم. مګر وروسته له هغې چې د نورو مېندو او ماشومانو سره اړیکې ټېنګې شوې، هغه هم ډیر خپلواکه شوه: زه اوس په آسانه توګه کولاي شم چې هغه یوازې پرېږدم. په ټولنې کې د بلدیدلو پروګرام ماته یې ډېره څه زده کړي دي. د مثال په توګه، زه اوس په دې پوهیږم چې ګند څنګه د یو بل څخه بیل کړم. همدا ډول بن زما سره یې مرسته وکړه چې ترڅو زما د لور لپاره وړکتون پیدا شو. کله چې هغه وړکتون ته ځي، زه هیله لرم چې زه پخپله تحصیل وکړم.»
وصال
«څلور کاله مخکې زه د مراکش څخه بلجیم ته راغلم. زما مېړه او زه دلته هېڅ کورنۍ نه لرو او له همدې امله هر څه باید یوازې وکړو. زه ډېر خوښه يم چې کولاى شم د خپل کوچني زوی سره يوځاي په ټولنې کې د بلدیدلو پروګرام تعقيب کړم. د نورو میندو سره اړیکه ما ته ډیر اعتماد په نفس راکوي: زه اوس پوهیږم چې زه یوازینۍ کس نه یم چې ډېپلوم نه لرم. څه شی ماته ډېره په زړه پورې ده؟ هغه لارښوونې چې موږ ته د ماشومانو د روزنې په برخې کې کېږي. زه د مور په توګه ډیر ډاډمنه یم او د دې جرات لرم چې خپل زوی وړکتون ته ولېږم، هغه څه چې ما له خپلو دوو لویو ماشومانو سره نه وه کړي. زه غواړم چې په راتلونکي کې خپل ثانوي زدکړو ديپلوم ترلاسه کړم.»
ستېلا
«زه د کانګو هېواد یمه او د دریو ماشومانو مور یم. زما لپاره دا ستر سهولت ده چې زه کولای شم د خپل وړوکی ماشوم سره چې یونیم کلن دی ټولګي ته لاړه شم. زه اوس ډیر د خپلواکۍ احساس کوم: د بیلګې په توګه، موږ د ډلې سره سټیشن ته لاړو، او زموږ ښوونکي وښوده چې څنګه یو ټکټ واخلئ، څنګه د ساعتونو او لارو په اړه معلومات خپل کړو. ددې په څنګ کې زه د هالنډي ژبې لومړنۍ کلمې زده کوم. ددې لپاره چې زما مشره لور هالنډي ښوونځي ته ځي، زما لپاره دا مهمه ده چې زه ژبه زده کړم. زه راتلونکې ته څنګه ګورم؟ زه غواړم چې په دې وتوانیږم چې ښه ولیکم ترڅو زه د وړکتون یوه ښوونکې شم.