آيا تاسو په بهر کې ديپلوم ترلاسه کړى دى، مګر هغه تر اوسه په بلجیم کې په رسمیت نه دى پېژندل شوى؟
موږ په ليوالتیا تاسو ته لار ښودنه کوو ترڅو ستاسو د ډیپلومونه او اسناد په رسمیت وپیژندلو شي.
آیا تاسو زمونږ له طریقه په ټولنې کې د بلدېدلو پروګرام پیل کړي دی؟
بیا د خپل د پروګړام لارښود سره خبرې وکړئ. تاسې کولای شئ چې د تلیفون له طریقه ورسره اړیکې ونیسئ او هغه به له تاسو سره په دې برخې کې اضافي مرستې وکړي.
آیا تاسو (تر اوسه) زمونږ له طریقه په ټولنې کې د بلدېدلو پروګرام پیل کړي نه دی؟
کومه ستونزه نشته. حتیٰ سربېره په دې هم موږ کولای شو تاسو ته لارښوونه وکړو. یوازینی شرط دا دی چې تاسو باید د اکتریس (Actiris) سره د کار لټونکي په توګه ثبت ووسئ.
د اوسني شرایطو سره سره، لارښودنکي او د ډیپلوم د رسمیت پیژندلو کارپوهان تل د تلیفون او ایمیل له طریقه تاسو سره مرسته کوي.
ژر تر ژره د مرکې لپاره وخت جوړ کړئ:
diploma.bon@integratie-inburgering.be - ۸۰ ۷۳ ۷۰۱ ۰۲
دا د اوسني او نوي مراجعینو لپاره دی.
موږ څنګه کولای شو چې تاسو سره مرسته وکړو؟
شخصي لارښوونې
مونږ تاسو سره یو ځای ستاسو دوسیه چمتو کوو او تاسو سره د فلمیش، فرانسوي یا جرمني ژبو سیمو کې په اداري مراحلو کې مرسته کوو.
لارښوونه په هالنډي، فرانسوي، انګلیسي یا اسپانیوي ژبو کې ترسره کیږي، یا د اړتیا په وخت کې د ژباړونکي څخه مرسته غوښتل کېږي.
معلوماتي غونډې
موږ په هالنډي، فرانسوي او انګلیسي ژبو بیلابیل معلوماتي غونډې تنظیم کوو.